نیویارک : امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ ،د سپتمبر پر ۲۲مه، په نیویارک کې یو نوی امنیتي تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې امریکا په ګرینلنډ کي خپل پوځي شتون پراخ کړي.
دا تړون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ډنمارک وزیراعظمې مېته فریډریکسن او د ګرینلنډ وزیراعظم ینس فریډریک نیلسن د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پر مهال لاسلیک کړ.
د تړون له مخې امریکا ته اجازه ورکړل شوې چې د ګرینلنډ په نارسارسواک او مېسټرسویګ سیمو کي خپل پوځي شتون پراخ کړي. امریکا له وړاندې په ګرینلنډ کي د پیټوفیک فضايي اډه لري.
رویټرز وايي، نوی تړون امریکا ته په ګرینلنډ کي د «ګولډن ډوم» په نوم د میزایلو د دفاعي نظام د جوړولو زمینه هم برابروي.
خو تړون د ګرینلنډ سیاسي حیثیت نه بدلوي. ګرینلنډ د ډنمارک د سلطنت په چوکاټ کي یوه خودمختاره سیمه ده او په تړون کي د دې سیمې د خلکو د خپل راتلونکي د ټاکلو حق هم پر خپل ځای ساتل شوی دی.
دا تړون وروسته له هغې شوی چې ټرمپ د ګرینلنډ د امریکا تر کنټرول لاندي راوستلو خبره کړې وه. دغو څرګندونو د امریکا او ډنمارک ترمنځ سیاسي کړکېچ پیدا کړی و. په نوي تړون کي ګرینلنډ د امریکا برخه نه ګرځي، خو واشنګټن ته پراخ پوځي لاسرسی ورکول کېږي.
ډنمارک وايي، هدف دا دی چې د شمالي قطب امنیت یوازې د امریکا او ډنمارک موضوع پاتې نه شي، بلکې ناټو هم پکي پراخ رول ولري.
ګرینلنډ د شمالي امریکا او شمالي قطب ترمنځ د خپل موقعیت له امله پوځي اهمیت لري. امریکا له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې هلته پوځي شتون لري او د ۱۹۵۱ کال دفاعي تړون د دغه حضور مهم قانوني بنسټ و.


شال نیوز