جاپان (شال نیوز) : فریبا هاشمي د افغانستان ۲۳ کلنه بایسکل ځغلوونکې ده چې دا مهال د جاپان په ایچي ـ ناګویا اسیايي لوبو کې د افغانستان استازیتوب کوي. هغې ،د سپتمبر پر ۲۲مه، د ښځو د سړک په سیالۍ کې د سپینو زرو مډال وګاټه.
فریبا د افغانستان د فاریاب ولایت ده. هغې په ۱۵ کلنۍ کې د خپلې مشرې خور ،یلدوز هاشمي، په هڅونه بایسکل ځغلول پېل کړل. یلدوز هم بایسکل ځغلوونکې ده او په نړیوالو سیالیو کې یې د افغانستان استازیتوب کړی دی.
فریبا رویټرز ته ویلي، په فاریاب کې د بایسکل د تمرین لپاره به یې د هلکانو جامې اغوستې او مخ به یې پټاوه، څو خلک یې ونه پېژني. د هغې په وینا، د تمرین پر مهال به کله ناکله خلکو پرې ډبرې او بوتلونه هم ویشتل او هڅه به یې کوله چې هغه او خور یې له بایسکل ځغلولو راوګرځوي.
فریبا په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه ووتله او وروسته ایټالیا ته ولاړه. د سړک د بایسکل ځغلولو پخوانۍ نړیوالې اتلې ،الېساندرا کاپېلوټو، ورسره مرسته وکړه او هغې په ایټالیا کې خپلو مسلکي تمرینونو او سیالیو ته دوام ورکړ.
فریبا او یلدوز هاشمي په ۲۰۲۴م کال کې د پیرس په اولمپیک لوبو کې د افغانستان استازیتوب وکړ او د ښځو د سړک د بایسکل ځغلولو په سیالۍ کې یې برخه واخیسته. فریبا اوس په جاپان کې د ۲۰۲۶م کال په اسیايي لوبو کې ګډون کوي. هغې د سپتمبر پر ۲۰مه د ښځو په انفرادي ټایم ټرایل کې اووم مقام خپل کړ.
د ،سپتمبر پر ۲۲مه هغې د ایچي ولایت په شینشیرو کې د ښځو د سړک په سیالۍ کې برخه واخیسته او دویمه شوه. د چین ،ګوو لي، د سرو زرو، فریبا هاشمي د سپینو زرو او د هانګ کانګ ،لیونګ وینګ یي، د برونزو مډال وګاټه.
فریبا او چینایۍ لوبغاړې دواړو یو وخت ثبت کړ، خو ګوو لي د پای پر کرښه تر فریبا لږ مخکي شوه. فریبا په جاپان کې تر اوسه د اسیايي لوبو په دوو سیالیو کې برخه اخیستې ده: په انفرادي ټایم ټرایل کې اوومه شوې او د ښځو د سړک په سیالۍ کې یې د افغانستان لپاره د سپینو زرو مډال ګټلی دی.


شال نیوز