نیویارک (شال نیوز) : امریکايي چارواکي وايي، په نیوجرسي کې د یوې ودانیزې پروژې د کیندنې پر مهال د فایبر نوري کېبل په تېروتنه پرې کېدو د امریکا په ختیځ کې د هوايي تګ راتګ سیستم اغېزمن کړی او له ۱۰۰ زیاتې الوتنې یې درولې دي.

 

د امریکا د هوايي چلند یوه چارواکي برایان بېډفورډ د ټرانسپورټ له وزیر شان ډفي سره ،د سپتمبر په ۲۲مه، په ګډه خبري غونډه کي ویلي، د کېبل پرې کېدو یو راداري سیستم له کاره غورځولی چې د الوتکو د پورته کېدو او کښېناستو پر مهال د هوايي تګ راتګ د څارنې لپاره کارول کېږي.

 

بېډفورډ ویلي، د ستونزې د پراخوالي له امله د بیک‌اپ یا مرستندویه کېبل ترمیم شاوخوا ۱۳ ساعته وخت نیسي. د دې تخنیکي ستونزې له امله د نیویارک او شاوخوا سیمو د څو نړیوالو هوايي ډګرونو الوتنې اغېزمنې شوې دي.

 

دا ستونزه په داسې وخت کي رامنځته شوې چې په نیویارک کي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي روانه ده او د نړۍ مشران د ویناوو لپاره دغه ښار ته ورځي.

 

تمه ده چې له ۱۳۰ څخه زیات نړیوال مشران او لوړپوړي چارواکي په غونډو کي ګډون وکړي. تر اوسه څرګنده نه ده چې د هوايي تګ راتګ روانه ستونزه به د هغوی پر سفرونو او د ملګرو ملتونو د غونډو پر چارو څومره اغېز وکړي.