مکه مکرمه (شال نیوز) : د مسجدالحرام مؤذن ،شیخ ابراهیم بن عادل حمزه، مدني د دوشنبې، سپتمبر ۲۱مې پر ورځ په ۵۱ کلنۍ کې مړ شوی دی. سعودي رسنیو ویلي، شیخ ابراهیم مدني د مسجدالحرام له پېژندل شوو مؤذنانو څخه و او غږ یې په ځانګړي ډول د سهار له اذان او د اخترونو له تکبیرونو سره پېژندل کېده.

 

د هغه د جنازې لمونځ د مازیګر له لمانځه وروسته په مسجدالحرام کې ادا شوی او مړی یې د مکې مکرمې په المعلاة هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی. شیخ ابراهیم مدني په مسجدالحرام کې د اذان ترڅنګ د جماعت پر مهال د امام تکبیرونه هم تکرارول، څو د جومات په بېلابېلو برخو کې لمونځ کوونکي یې واوري.

 

د هغه د مړینې له خبر وروسته پر ټولنیزو رسنیو د نوموړي د اذانونو پخواني غږونه او ویډیوګانې هم خپرې شوې دي.