بنو (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا د بنو په ممندخېل سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د سختې نښتې راپورونه ورکړل شوي دي. ځايي سرچینې وايي، نښته ،د سپتمبر په ۲۲مه، د خدري ممندخېل په سیمه کې هغه مهال پېل شوه چې امنیتي ځواکونو د وسله والو پر یو ځای چاپه ووهله.
د سرچینو په وینا، په دې نښته کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یو سیمه ییز قوماندان، چې د «فاتح الله ممندخېل» په نوم یاد شوی، وژل شوی دی. سرچینې زیاتوي چې د پېښې له ځایه وروسته د لټون او پاکولو عملیات پېل شوي او یو شمېر نور وسله وال د امنیتي ځواکونو په محاصره کې دي.
د راپورونو له مخې، په سیمه کې لا هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ درنه نښته روانه ده او د پاکستان د پوځ د ځانګړو ځواکونو (ایس ایس جي) سرتېري هم په عملیاتو کې برخه لري. تر اوسه د پاکستان پوځ، د خیبر پښتونخوا پولیسو یا د ټي ټي پي له لوري د فاتح الله ممندخېل د وژل کېدو په اړه رسمي تایید نه دی خپور شوی.
ممندخېل او د بنو شاوخوا سیمې په وروستیو میاشتو کې د وسله والو فعالیتونو او امنیتي عملیاتو شاهدې پاتې شوې دي. د امنیتي ځواکونو له لوري په بنو کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د قوماندانانو د وژل کېدو راپورونه هم مخکې خپاره شوي دي.
د روانې نښتې د مرګ ژوبلې او د عملیاتو د وروستیو جزیاتو په اړه تر اوسه خپلواک او رسمي معلومات محدود دي.


صفدر داوړ