تهران (شال نیوز) : د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ،محسن نقوي، د سپتمبر په ۲۱مه، په تهران کې د ایران له ولسمشر ،مسعود پزشکیان، سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سیمې پر وضعیت یې خبرې کړې دي.

 

د ایران د ولسمشرۍ دفتر وايي، چې پزشکیان په دې لیدنه کې ویلي دي چې په سیمه کې د امریکا د فشار او پوځي اقداماتو له زیاتېدو سره د اسلامي هېوادونو ترمنځ همکاري هم زیاته شوې ده.

 

 

 

هغه د پاکستان او ایران د لوړپوړو چارواکو وروستۍ لیدنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو نښه بللې ده. محسن نقوي ویلي، پاکستان غواړي له ایران سره په تجارت، اقتصاد او نورو برخو کې اړیکې پراخې کړي. نقوي تر دې مخکې د ایران د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره هم لیدلي وو.

 

د نقوي د تهران د سفر په اړه د ایران او پاکستان له خوا په خپرو شویو معلوماتو کې توپیر لیدل کېږي. ایراني چارواکي وايي، نقوي تهران ته د امریکا کوم ځانګړی پیغام نه دی راوړی او ایران هم د هغه له لارې واشنګټن ته د پیغام لېږلو پلان نه لري.

 

خو انادولو د پاکستاني حکومتي سرچینو له قوله ویلي دي چې د نقوي په خبرو کې پر سعودي عرب د حوثیانو وروستي بریدونه او د ایران او امریکا ترمنځ د درېدلو خبرو د بیا پېلېدو موضوع هم شامله وه.

 

د ایران د ولسمشرۍ دفتر د نقوي او پزشکیان د لیدنې په خپل رسمي بیان کې د دغو موضوعاتو یادونه نه ده کړې.