نیویارک (شال نیوز) : د جي اووه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له ایران څخه غوښتي دي چې د یمن د حوثیانو وسله وال ملاتړ بند کړي. د برېتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو دا غوښتنه د سپتمبر پر ۲۱مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پر څنډه تر غونډې وروسته په یو ګډ بیان کې کړې ده.
په بیان کې د حوثیانو وروستي پوځي عملیات، په یمن کې بریدونه او پر سعودي عرب بریدونه غندل شوي دي. وزیرانو ویلي، د جګړې روان پراخوالی نړیوال تجارت او ثبات له خطر سره مخ کوي. جي اووه هېوادونو له حوثیانو غوښتي چې پوځي عملیات، ګواښونه او پر ملکي کښتیو بریدونه سمدستي بند کړي او سیاسي خبرو ته ستانه شي.
دا بیان په داسې وخت کې خپور شوی دی چې حوثیانو په وروستیو ورځو کې پر سعودي عرب د توغندیو او ډرونونو بریدونه زیات کړي دي. د سپتمبر پر ۱۹مه د سعودي پلازمېنې ریاض ته نږدې هم د بریدونو راپورونه ورکړل شوي وو.
ایران تر اوسه د جي اووه هېوادونو دې تازه غوښتنې ته په رسمي ډول ځواب نه دی ویلی.


شال نیوز