کابل (شال نیوز) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کي یې د پاکستان سفارت ناظمالامور احضار کړی او په کونړ او پکتیکا کي د پاکستان د هوايي بریدونو په اعتراض کي یې ورته احتجاجي لیک سپارلی دی.
وزارت د دوشنبې، سپتمبر ۲۱مې په بیان کي ویلي، دغه بریدونه د افغانستان د هوايي حریم، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده. افغان حکومت د پاکستان دا دریځ هم رد کړی چې په دغه هېواد کي وروستۍ امنیتي پېښې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان باید د خپلو امنیتي او سیاسي ستونزو اصلي لاملونو ته پام وکړي او د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر نورو هېوادونو وانه چوي.
پاکستاني چارواکي وايي، په افغانستان کي یې د وسله والو مرکزونه په نښه کړي چې د دوی په وینا په پاکستان کي په وروستیو بریدونو کي لاس لري. افغان چارواکي بیا وايي، په دغو بریدونو کي ملکي سیمې په نښه شوې دي.


شال نیوز