اسلام اباد (شال نیوز) : اروپايي ټولنې او پاکستان د ۶۵ میلیونه یورو په ارزښت د مالي مرستو درې تړونونه لاسلیک کړي دي. د دغو مرستو یوه برخه به په خیبر پښتونخوا کې د برېښنا له ملي شبکې بهر کلیوالو سیمو ته د پاکې انرژۍ پر رسولو او بله برخه به په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې قانوني او عدالتي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي پر ښه کولو ولګول شي.
تړونونه د دوشنبې، سپتمبر ۲۱مې، په اسلام اباد کې په پاکستان کې د اروپايي ټولنې سفیر ریمونډاس کاروبلیس او د پاکستان د اقتصادي چارو سیکرټري محمد همیر کریم لاسلیک کړي دي. د پاکستان د اقتصادي چارو وزارت وايي، دا پیسې د اروپايي ټولنې د ۲۰۲۱م تر ۲۰۲۷م کلونو د څو کلن پروګرام له لارې ورکول کېږي او درې بېلابېل پروګرامونه به پرې عملي شي.
د لومړي پروګرام موخه پاکستان ته د بهرنۍ پانګونې لپاره د شرایطو ښه کول دي. د دې پروګرام له مخې به د مالیاتو د نظام او د حکومت د اوږدمهاله مالي پلان د ښه کولو په برخه کې مرسته کېږي. دویم پروګرام په خیبر پښتونخوا کې د انرژۍ او طبیعي چاپېریال لپاره ځانګړی شوی دی.
د پاکستان حکومت وايي، د دې پروګرام له لارې به په هغو کلیوالو سیمو کې د پاکې او نوې کېدونکې انرژۍ پروژې پراخې شي چې د برېښنا له ملي شبکې سره نه دي تړل شوې. د دې ترڅنګ به د خیبر پښتونخوا د انرژۍ په برخه کې د شخصي پانګونې د زیاتولو لپاره هم مرسته کېږي.
د درېیم پروګرام له مخې به په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پولیسو، څارنوالۍ، عدالتونو او قانوني مرستو د نظام د ښه کولو لپاره کار کېږي. موخه دا ده چې خلک قانوني او عدالتي خدمتونو ته اسانه لاسرسی ولري.
پنجاب او سند هم د دې پروګرام په ځینو برخو کې شامل دي. هلته به د سوداګریزو شخړو د حل لپاره پر بدیلو لارو کار کېږي او له عدلیې، وکیلانو، پوهنتونونو او سوداګریزې ټولنې سره به همکاري کېږي. په پاکستان کې د اروپايي ټولنې سفیر ریمونډاس کاروبلیس ویلي، دا تړونونه د پاکستان د اقتصادي پرمختګ او پانګونې د ملاتړ لپاره د اروپايي ټولنې د مرستو برخه ده.
هغه ویلي، په خیبر پښتونخوا کې به د انرژۍ د برخې د پیاوړتیا ترڅنګ د طبیعي سرچینو پر ساتنه هم کار وشي، او په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې به عدالت ته د خلکو د لاسرسي د ښه کولو لپاره مرسته وشي. د پاکستان د اقتصادي چارو سیکرټري محمد همیر کریم د اروپايي ټولنې د مرستو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا پروګرامونه د بهرنۍ پانګونې، انرژۍ او قانوني او عدالتي خدمتونو د ښه کولو لپاره دي.
اروپايي ټولنه وايي، له پاکستان سره یې پراختیايي همکاري پر اقتصادي پرمختګ، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې چمتووالي، حکومتولۍ، د قانون پر واکمنۍ، بشري حقونو او د طبیعي سرچینو پر ساتنه متمرکزه ده.


شال نیوز