چټاګانګ (شال نیوز) : په بنګله‌ دېش کې د ښځو اسیايي پوهنتون ۱۶۱ افغانې محصلانې وايي، د پوهنتون ادارې پرېکړه کړې چې دوي له زده کړو وباسي او افغانستان ته یې ستنې کړي. محصلانې وايي، پوهنتون ورته د بېرته ستنېدو ټکټونه اخیستي او د دوي کورنیو ته یې هم په ایمیلونو کې د دې پرېکړې خبر ورکړی دی.

 

د محصلانو په وینا، پوهنتون ورته ویلي دي چې د زده کړو لپاره یې لازمې نمرې نه دي ترلاسه کړې. خو دوي دا پرېکړه ناعادلانه بولي او وايي، افغانستان ته ستنېدل به یې د لوړو زده کړو دوام له ستونزو سره مخ کړي.

 

تر اوسه د پوهنتون ادارې په عامه توګه د ۱۶۱ محصلانو د ستنولو د پرېکړې بشپړ جزیات نه دي ورکړي. د ښځو اسیايي پوهنتون په چټاګانګ کې دی او له څو کلونو راهیسې پکې سلګونه افغانې نجونې زده کړې کوي.

 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ۲۰۲۲م کال راهیسې نجونې او ښځې پوهنتونونو ته له تګ منع کړې دي.