اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د مرکزي بانک د شمېرو له مخې، د وزیراعظم شهباز شریف د وزیراعظمۍ په دوو دورو کې د وفاقي حکومت پورونه په مجموعي ډول ۳۷ ټرېلیونه او ۳۰۷ اربه روپۍ زیات شوي دي.
د سپتمبر په ۲۰مه، تازه خپاره شوي معلومات د هغه د لومړۍ دورې د ۲۰۲۲م کال له اپرېل څخه د ۲۰۲۳م کال تر جولایۍ او د اوسنۍ دورې د ۲۰۲۴م کال له مارچ څخه د ۲۰۲۶م کال تر جولایۍ پورې موده رانغاړي.
د شمېرو له مخې، د شهباز شریف په لومړۍ دوره کې د وفاقي حکومت پورونه ۱۸ ټرېلیونه او ۷۶۴ اربه روپۍ زیات شول. د ۲۰۲۲م کال په مارچ کې دا پورونه شاوخوا ۴۳ ټرېلیونه روپۍ وو، خو د ۲۰۲۳م کال تر جولایۍ ۶۱ ټرېلیونه او ۷۷۷ اربه روپیو ته ورسېدل.
په دویمه دوره کې، چې د ۲۰۲۴م کال په مارچ کې پېل شوه، د ۲۰۲۶م کال تر جولایۍ پورونه نور ۱۸ ټرېلیونه او ۵۴۳ اربه روپۍ زیات شوي دي. په دې حساب د شهباز شریف د دواړو دورو زیاتوالی ۳۷ ټرېلیونه او ۳۰۷ اربه روپۍ کېږي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، دا زیاتوالی د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پر مهال د پورونو له زیاتوالي نږدې دوه برابره ښودل شوی دی. د تحریک انصاف د حکومت پر مهال د وفاقي حکومت پورونه ۱۸ ټرېلیونه او ۳۲۳ اربه روپۍ زیات شوي وو.
خو د پاکستان د مالیې وزارت وايي، یوازې په روپیو کې د پور د مجموعي رقم زیاتوالی د هېواد د پورونو د حالت د ارزونې لپاره کافي نه دی. وزارت وايي، د پور کچه باید د هېواد د ټول اقتصادي حجم یا جي ډي پي په تناسب وکتل شي.
وزارت په ۲۰۲۵م کال کې ویلي وو چې د عامه پورونو او جي ډي پي تناسب د ۲۰۲۲م مالي کال له شاوخوا ۷۴ سلنې څخه په ۲۰۲۵م مالي کال کې شاوخوا ۷۰ سلنې ته رسېدلی دی.
د پاکستان مرکزي بانک بیا په خپل کلني راپور کې ویلي دي چې د ۲۰۲۵م مالي کال تر پایه د هېواد عامه پور شاوخوا ۸۱ ټرېلیونه روپیو ته رسېدلی و او د پورونو د سود ادایګۍ د ټکسونو د ټول امدن شاوخوا ۷۰ سلنه جوړوله. مرکزي بانک ویلي، د پورونو د لګښت دا کچه د پاکستان د مالي ثبات لپاره مهم فشار دی.


شال نیوز