انقره (شال نیوز) : د ترکیې حکومت په ټول هېواد کې د جګړې، زلزلې او نورو بېړنیو حالاتو پر مهال د خلکو د خوندي ساتلو لپاره د پناه ځایونو د جوړولو او د پخوانیو پناهځایونو د برابرولو کار پراخ کړی دی.
د ترکیې حکومت وايي، دا پلان د هېواد ټول ۸۱ ولایتونه رانغاړي او په نوو لویو ودانیو، روغتونونو، هوټلونو، هاسټلونو او صنعتي ودانیو کې به د پناه ځایونو جوړول لازمي وي.
د ترکیې حکومت په ۲۰۲۵م کال کې د پناهځایونو اړوند قانوني اصول بدل کړي وو. د نویو اصولو له مخې، پناه ځایونه باید د جګړې ترڅنګ د کیمیاوي، بیولوژیکي او اټومي خطرونو پر مهال هم د خلکو د ساتنې وړ وي.
حکومت وايي، نوي مېټرو تونلونه به هم داسې جوړېږي چې د اړتیا پر مهال خلک پکې پناه اخیستی شي. د موجودو مېټرو تمځایونو او تونلونو د دې مقصد لپاره د برابرولو امکان هم کتل کېږي.
په لویو پارکونو کې د ځمکې لاندې پناه ځایونه هم د پلان برخه ده. د ځینو لویو ودانیو او پارکینګونو لاندې برخې به هم داسې جوړېږي چې په بېړني حالت کې خلک پکې خوندي پاتې کېدی شي.
د پناه ځایونو لپاره د هوا د صفا کولو، بېړنۍ برېښنا، اوبو، د اور وژنې او لومړنیو طبي مرستو انتظام هم په نویو اصولو کې شامل دی.
ځینو ترکي رسنیو راپور ورکړی چې په ټول هېواد کې د شاوخوا ۸۳ زره او ۵۰۰ پناه ځایونو د جوړولو یا برابرولو خبره شوې ده. خو شال نیوز دا مشخصه شمېره د ترکیې د حکومت په رسمي اسنادو کې په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې.
د ترکیې چارواکي وايي، دا انتظام یوازې د جګړې لپاره نه دی. د دوي په وینا، پناه ځایونه د زلزلې او نورو لویو بېړنیو حالاتو پر مهال هم کارېدلی شي.
دا کار په داسې وخت کې روان دی چې په منځني ختیځ کې امنیتي حالات ترینګلي دي او د ترکیې او اسراییل ترمنځ هم پر سوریې او نورو سیمه ییزو مسئلو اختلافات موجود دي. خو د ترکیې حکومت په رسمي ډول د پناه ځایونو دا پلان له اسراییل سره د احتمالي جګړې په نوم نه دی اعلان کړی.


شال نیوز