پولیس ویلپ چې، د مې په ۴مه، د طوره وړۍ په سیمه کې ناڅرګنده وسلوالو د وفاقي کانسټبلرۍ پر یوې پوستې برید وکړ.

 

د برید په نتیجه کې سپاهي صابرالله په ځای ووژل شو، او دوه نور سرتیري ،حوالدار شاه داود او نایک اختر علي، ژوبل شول. ژوبل شوي اهلکار نږدې روغتون ته انتقال شوي او درملنه یې روانه ده. 

 

د پولیسو په وینا، د برید وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه او د لټون عملیات یې پېل کړل. د وسلوالو د نیولو لپاره په سیمه کې ناکه بندي هم لګول شوې ده.

تر دې دمه د دې پېښې ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې.