اسلام اباد (شال نیوز) : په پاکستان کې د پولیو ضد اووه ورځنی کمپاین د دوشنبې، سپتمبر ۲۱مې پېل شوی چې چارواکي وايي، په ۱۱۵ ضلعو کې به له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳۱ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي.
د پاکستان د پولیو د مخنیوي ملي مرکز وايي، کمپاین به تر سپتمبر ۲۷مې دوام وکړي او په ټول هېواد کې له ۲۷۳ زرو ډېر پولیو کارکوونکي پکې برخه اخلي.
په خیبر پښتونخوا کې په ۳۷ ضلعو کې شاوخوا ۷.۳ میلیونه ماشومان په نښه شوي دي. چارواکي وايي، سویلي ضلعو او ضم شوو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کېږي، ځکه په دغو سیمو کې د پولیو وایرس د خپرېدو خطر زیات بلل کېږي.
په بلوچستان کې کمپاین په ۳۲ ضلعو کې روان دی او شاوخوا ۲.۳ میلیونه ماشومانو ته به د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي. په پنجاب کې په ۱۳ ضلعو کې شاوخوا ۱۰.۶ میلیونه، په سند کې په ۳۰ ضلعو کې شاوخوا ۱۰ میلیونه، په اسلام اباد کې نږدې ۴۴۷ زره او د ګلګت بلتستان په دوو ضلعو کې شاوخوا ۱۳۷ زره ماشومان په نښه شوي دي.
د رسمي معلوماتو له مخې، په پاکستان کې په ۲۰۲۶م کال کې تر اوسه د پولیو څلور پېښې ثبت شوې دي؛ درې په خیبر پښتونخوا او یوه په سند کې.
چارواکي وايي، امنیتي ستونزې په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پولیو د کمپاینونو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه دي. په تېرو کلونو کې په دغو سیمو کې د پولیو پر کارکوونکو او د هغوي پر امنیتي ساتونکو بریدونه هم شوي دي.
پاکستان او افغانستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو وایرس لا هم پکې خپرېږي. د پاکستان چارواکي وايي، روان کمپاین له افغانستان سره هممهاله ترسره کېږي، څو د پولې دواړو غاړو ته د وایرس د خپرېدو خطر کم شي.


شال نیوز