بنو (شال نیوز) : د بنو پولیس وايي، چې د ایف سي د دوو سرتېرو مړي ،د سپتمبر په ۲۱مه، د تلګي په سیمه کې موندل شوي چې تر دې مخکې د کینټ تاڼې په حدودو کې له کرم ګړۍ څخه ناڅرګنده وسله والو تښتولي وو.
پولیسو وژل شوي کسان حوالدار اسحاق او سپاهي عمر حیات یاد کړي دي. د دوي د تښتولو او وژلو ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.
بلخوا، پولیس وايي، د بنو د هاتي خېلو په هړسین سیمه کې پر یو کور د کواډکاپټر ډرون په برید کې پلار او زوی ژوبل شوي دي.
ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي دي. پولیسو تر اوسه نه دي ویلي چې کواډکاپټر د چا و او کور ولې په نښه شوی دی. د دواړو پېښو په اړه پلټنې روانې دي.


صفدر داوړ