مکین : د بر سویلي وزیرستان په مکین تحصیل کې سید بادشاه بندخېل په خپل کور کې د یو ناڅرګند وسله وال په ډزو وژل شوی دی.
ځايي سرچینو شال نیوز ته ویلي، پېښه ،د سپتمبر په ۲۰مه، د مکین په سیمه کي شوې ده. د سرچینو په وینا، وسله وال کور ته ننوتلی او پر سید بادشاه بندخېل یې ډزې کړې دي. نوموړی د ډزو له امله ځای پر ځای مړ شوی دی.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې بریدګر څوک و او سید بادشاه بندخېل د څه لپاره په نښه شوی دی. د برید ذمه واري هم چا نه ده منلې. ځايي سرچینې وايي، د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي، خو تر دې دمه د کوم شکمن کس د نیول کېدو خبر نشته.
شال نیوز هڅه کوي چې د پولیسو او ځايي چارواکو له لارې د پېښې د انګېزې او د وژل شوي کس په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.


ظفر وزير