اسلام‌ اباد : د پاکستان نایب وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر ،اسحاق ډار، د یکشنبې، سپتمبر ۲۰مې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډو کې د ګډون لپاره نیویارک ته روان شوی دی.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسحاق ډار به په نیویارک کې په بېلابېلو لوړپوړو غونډو کې ګډون وکړي او له نړیوالو مشرانو سره به پر سیمه‌ ییزو او نړیوالو مسئلو خبرې وکړي.

 

دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ روان دی. پاکستان په وروستیو میاشتو کې ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ د شخړې د کمولو او خبرو ته د لارې هوارولو هڅې کوي.

 

تمه ده چې اسحاق ډار به په نیویارک کې د سیمې پر روان وضعیت او د پاکستان پر دغو هڅو هم خبرې وکړي.

 

د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډار به د فلسطین په اړه په لوړپوړو غونډو او د اسلامي همکاریو سازمان په ناستو کې هم ګډون وکړي. هغه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه ځانګړې غونډه کې هم برخه واخلي چې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه جوړېږي.

 

اسحاق ډار به د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو د شورا په غونډه کې هم ګډون وکړي او د یو شمېر هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو او نورو چارواکو سره به جلا ملاقاتونه ولري.

 

ټاکل شوې چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د دوشنبې، سپتمبر ۲۱مې، نیویارک ته ولاړ شي. هغه به د سپتمبر تر ۲۵مې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په لوړپوړو غونډو کې ګډون وکړي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، شهباز شریف به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې وینا هم وکړي او د پاکستان دریځ به د مهمو سیمه‌ ییزو او نړیوالو مسئلو په اړه بیان کړي.

 

اسحاق ډار به د شهباز شریف د سفر پر مهال د هغه په یو شمېر دوه اړخیزو ملاقاتونو او نورو لوړپوړو غونډو کې هم ورسره وي.