ډاکه : په بنګله دېش کې د کم عمره نجونو د ودونو موضوع یو ځل بیا د ټولنیزو رسنیو د هغو خپرونو له امله د خلکو پام ځان ته اړولی چې په کې د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د واده او د ماشوم د زېږولو دعوه شوې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې د «انامیکا اختر» په نوم د یوې نجلۍ په اړه ویل شوي دي چې نوموړې په ۱۱ کلنۍ کې واده شوې او په ۱۳ کلنۍ کې یې لومړی ماشوم زېږولی دی. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، انامیکا اوس ۱۳ کلنه ده، د خپل ماشوم پالنه کوي او مېړه یې ۲۲ کلن دی.
خو شال نیوز نه دی توانېدلی چې د نوموړې نجلۍ عمر، د واده څرنګوالی او د مېړه عمر په خپلواکه توګه تایید کړي.
د کم عمر ودونه
د بنګله دېش په اړه د ۲۰۲۵م کال د یوې سروې شمېرې ښيي چې د ۲۰ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکو ښځو ۴۷.۲ سلنه تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې وې. د همدې معلوماتو له مخې، ۱۳.۴ سلنه ښځې له ۱۵ کلنۍ مخکې واده شوې وې.
دا شمېرې ښيي چې په بنګله دېش کې، سره له دې چې د ماشومانو د ودونو د کمولو لپاره قوانین او پروګرامونه شته، د کم عمر ودونه لا هم د پام وړ ستونزه ده.
د ماشومانو د حقونو ادارې وايي چې کم عمر واده کولی شي د نجونو پر زده کړو، راتلونکي اقتصادي فرصتونو او ټولنیز ژوند اغېز وکړي. یونیسف هم خبرداری ورکړی دی چې په کم عمر کې امیندوارۍ د مور او ماشوم لپاره د روغتیايي ستونزو خطر زیاتوي.
د ماشومانو د ودونو موضوع په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړې د دوام، روغتیا او د هغوي د حقونو له مسایلو سره تړلې ګڼل کېږي.
په بنګله دېش کې د کم عمر ودونو د مخنیوي لپاره د قانوني محدودیتونو ترڅنګ، د کورنیو اقتصادي وضعیت، ټولنیز دودونه او د نجونو د زده کړې محدود فرصتونه هم د دې ستونزې له مهمو عواملو څخه بلل کېږي.


شال نیوز