کابل : د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې د کابل د چهلستون تاریخي منار د غره د ښویېدو او په سیمه کې د رامنځته شویو درزونو له امله د نړېدو له جدي خطر سره مخ شوی دی.

 

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو پلاوی ،د سپتمبر په ۱۹مه، د چهلستون سیمې ته تللی او د منار او شاوخوا غره وضعیت یې ارزولی دی.

 

د چارواکو په وینا، د غره د ښویېدو بهیر که دوام وکړي او پراخ شي، ښيي نه یوازې تاریخي منار، بلکې د غره په لمنه کې مېشتې کورنۍ هم له خطر سره مخ کړي.

 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د احتمالي زیان د مخنیوي لپاره د وضعیت د لا دقیقې ارزونې او د اړوندو ادارو ترمنځ د ګډو اقداماتو غوښتنه شوې ده.

 

په همدې حال کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي دي چې په سیمه کې د ډبرو غیرمسلکي ایستل او کیندنې د غره د بې‌ ثباته کېدو له مهمو عواملو څخه دي. په وروستیو کې د چهلستون په غره کې لوي درزونه هم لیدل شوي دي.

 

کابل : د چهل‌ ستون د غره یوه برخه ښویېدلې؛ چارواکي وايي شاوخوا ۳۰۰ کورونه له خطر سره مخ دي
کابل : د چهل‌ ستون د غره یوه برخه ښویېدلې؛ چارواکي وايي شاوخوا ۳۰۰ کورونه له خطر سره مخ دي

 

چهلستون د کابل له تاریخي سیمو څخه دی او د دغه ځای تاریخي ودانۍ او منار د سیمې له مهمو تاریخي اثارو څخه ګڼل کېږي.

 

تر اوسه د چارواکو له لوري د منار د کومې برخې د نړېدو راپور نه دی ورکړل شوی، خو د غره د ښویېدو دوام د دغه تاریخي اثر د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.