کابل : افغان چارواکي وايي، د کابل ښار د اوومې ناحیې په چهل ستون سیمه کې د غره د یوې برخې له ښویېدو وروسته شاوخوا ۳۰۰ استوګنیز کورونه د ځمکې د نورې ښویېدنې او د ډبرو د راپرېوتو له احتمالي خطر سره مخ دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې چارواکو ،د سپتمبر په ۱۹مه، ویلي دي، چې تخنیکي ډلې سیمې ته تللې او د غره هغه برخې ارزوي چې درزونه پکې پیدا شوي او د نورې ښویېدنې اندېښنه ترې کېږي.
چارواکي وايي، د غره لمنې ته نږدې هغه کورنۍ چې د احتمالي ښویېدنې په لاره کې اوسي، خوندي ځایونو ته به ولېږدول شي. د دوي په وینا، کورنۍ به تر هغه وخته بېرته خپلو کورونو ته نه ستنېږي چې تخنیکي ډلې سیمه خوندي ونه بولي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي، په چهل ستون کې د غره د یوې برخې له ښویېدو وروسته د سیمې د اوسېدونکو د خوندیتوب لپاره اقدامات پېل شوي دي.
چارواکي وايي، په غره کې په ځینو ځایونو کې درزونه لیدل شوي او د باران په صورت کې د خاورې، ډبرو او د غره د نورو برخو د راښویېدو خطر زیاتېدلی شي.
د کابل د طبیعي پېښو د مخنیوي چارواکي وايي، لومړنۍ ارزونې ښيي چې د غره په لمنه کې د ډبرو ایستل او غیرمسلکي کیندنې هم د غره د ځینو برخو په کمزورې کېدو کې رول لرلی شي.
تخنیکي ډلې هڅه کوي معلومه کړي چې کومې سیمې تر ټولو زیاتې له خطر سره مخ دي او د خلکو د ایستلو ساحه باید تر کومه ځایه وغځول شي.
چهل ستون د کابل ښار په سویل لوېدیځه برخه کې یوه ګڼ مېشته سیمه ده او د غره په لمنو او شاوخوا کې یې ګڼ کورونه جوړ شوي دي. د غره د ښویېدو په صورت کې تر ټولو لوي خطر هغو کورونو ته دی چې د غره په لمنه او د ډبرو د احتمالي راپرېوتو په مسیر کي موقعیت لري.
چارواکي وايي، د خطر لاندې کورونو د اوسېدونکو د انتقال لپاره له اړوندو ادارو سره همغږي روانه ده او که تخنیکي ارزونې وښيي چې د غره بله برخه هم د ښویېدو امکان لري، نورې کورنۍ به هم له سیمې وایستل شي.
تر اوسه په دې پېښه کي د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. چارواکو له خلکو غوښتي چې د غره هغو برخو ته ورنږدې نه شي چې درزونه پکې لیدل شوي او د تخنیکي ډلو لارښوونې په پام کې ونیسي.


شال نیوز