مکین : د بر سویلي وزیرستان په بروند سیمه کې د ناڅرګنده وسله والو په ډزو کې یوسف محسود نومي ځوان وژل شوی دی.
پولیس سرچینې وايي، یوسف محسود ،د سپتمبر په ۱۹مه، له خپل تره سره پر موټرسایکل روان و چې وسله والو پرې ډزې وکړې. د پولیسو په وینا، یوسف محسود په پېښه کې ووژل شو، خو تره یې له ډزو روغ وتلی دی.
تر اوسه د برید ذمه واري چا نه ده منلې او پولیسو هم د برید د ممکنه علت یا د بریدګرو د پېژندګلوۍ په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.


ظفر وزير