سوات : د پښتون سټوډنټس فېډرېشن (پي اېس اېف) د سوات په مدین کې د نهه کلنې ایشمل د وژنې په قضیه کې د نومول شوي تورن پر وړاندې د یوې اوونۍ دننه د قانوني بهیر بشپړولو او د محکمې له لوري د پرېکړې غوښتنه کړې ده.
د پي اېس اېف د سوات پخواني ضلعي مشر حارث باچا ،د سپتمبر په ۱۹مه، د سوات پریس کلب کې یوې خبري غونډې ته وویل، که د یوې اوونۍ په موده کې په قضیه کې د قانون له مخې اقدام ونه شي، نو د ملاکنډ ډویژن د پولیسو د ډي ایي جي دفتر مخې ته به احتجاجي پرلت ووهي.
په خبري غونډه کې ذګر خان، ارباز حیات، بلال خان، طلحې خان، ملک نعمان او د پي اېس اېف نور غړي هم موجود وو. حارث باچا وویل چې په مدین کې پر نهه کلنې ایشمل د جنسي تېري او د هغې د وژنې پېښه د اندېښنې وړ ده.
د هغه په وینا، له پېښې وروسته په سیمه کې ګڼ احتجاجونه شوي او د لومړي ځل لپاره د ښځو یوې لویې شمېرې هم د ایشمل لپاره د عدالت غوښتنې په موخه په احتجاجونو کې ګډون کړی دی.
نوموړي دعوه وکړه چې د ۲۰۲۲م او ۲۰۲۶م کلونو ترمنځ په سوات کې د جنسي تېري ۶۲ پېښې ثبت شوې دي. د هغه په وینا، سږ کال تر اوسه ۲۱ داسې پېښې راپور شوې دي، خو ،د ده په باور، د نه ثبت شوو پېښو شمېر تر دې لوړ دی.
حارث باچا وویل چې د جنسي تېري د پېښو د مخنیوي لپاره د اغېزمنو اقداماتو ترڅنګ د قانون پلي کول او د اړینو قوانینو جوړول هم ضروري دي.
د تورن په اړه دعوې
د پي اېس اېف د سوات پخواني مشر دعوه وکړه چې د ایشمل د وژنې په قضیه کې نومول شوی کس سرکاري کارکوونکی دی او تر دې وړاندې هم د نوموړي پر ضد د وژنې مقدمې ثبت شوې دي.
هغه پوښتنه وکړه چې که پر دغه کس مخکې هم د وژنې مقدمې ثبت شوې وې، نو نوموړي ته د سرکاري دندې لپاره د تصدیق یا کلیئرنس سند په کوم اساس ورکړل شوی دی.
حارث باچا همداراز د سیاسي نفوذ له لارې د ګومارنو تورونه ولګول او ویې ویل چې که د وړتیا او قانون پر ځای سیاسي نفوذ ته لومړیتوب ورکړل شي، نو د داسې پېښو مخنیوی به ستونزمن وي.
تر اوسه د پي ایس ایف د مشرانو د دې دعوو په اړه د پولیسو، اړوندې محکمې یا د تورن د وکیل له لوري د کوم دریځ نه دی وړاندې شوی.
د عدالت غوښتنه
حارث باچا وویل چې ښځو څو ورځې پرله پسې په سړکونو احتجاج وکړ او د ایشمل لپاره یې د عدالت غوښتنه وکړه، خو ،د ده په وینا، د انتظامیې له لوري د قضیې په اړه د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. هغه پر پولیسو او عدالتي نظام هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د قضیو په پرېکړه کې ځنډ د خلکو پر باور اغېز کوي.
خو نوموړي ټینګار وکړ چې د قضیې د زر پای ته رسولو غوښتنه باید د قانون له چوکاټ سره سمه وي. پي اېس اېف خبرداری ورکړ چې که د ایشمل په قضیه کې د یوې اوونۍ دننه قانوني اقدام بشپړ او د تورن په اړه د محکمې پرېکړه ونه شي، نو دوي به د ملاکنډ ډویژن د ډي ایي جي دفتر مخې ته احتجاجي پرلت ووهي.


عصمت علي اخون