اسلام‌ اباد : د پاکستان د ولسمشر ویاند ،مرتضی سولنګي، ویلي دي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سیمې، ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې سولې او ثبات لپاره په یو لوي ګواښ بدل شوی دی. سولنګي دا څرګندونې ،د سپتمبر په ۱۸مه، پر خپله اېکس‌ پاڼه کړې دي.

 

نوموړي د طالبانو د واکمنۍ پر امنیتي او سیاسي تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو موجودیت یوازې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه نه ده، بلکې اغېزې یې د افغانستان له پولو بهر هم رسېږي.

 

 

 

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د پاکستان او د افغانستان د طالبانو ترمنځ اړیکې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د فعالیتونو پر سر ترینګلې دي. اسلام‌ اباد وايي، د ټي ټي پي وسله وال د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره استعمالوي، خو په کابل کې د طالبانو حکومت دا خبره ردوي.

 

د ملګرو ملتونو چارواکو هم د سپتمبر پر ۱۶مه امنیت شورا ته ویلي وو چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو دوامداره موجودیت د افغانستان، سیمې او نړیوالې سولې او امنیت لپاره د اندېښنې وړ دی.

 

تر اوسه د طالبانو حکومت د مرتضی سولنګي دغو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.