باجوړ : په باجوړ کې د پاکستان کرکټ بورډ د ټیلنټ هنټ سکول پروګرام له مخې د بېلابېلو سکولونو لوبغاړو ته د کرکټ کټونه ورکړل شوي دي. د باجوړ د سپورټس ادارې په وینا، دا پروګرام ،د سپتمبر په ۱۹مه، په باجوړ سپورټس کمپلېکس کې د ضلعي سپورټس افسر نورالله وزیر تر څارنې لاندې ترسره شو.

 

نورالله وزیر وویل، چې په باجوړ کې د کرکټ ګڼ ځوان لوبغاړي شته او د دې پروګرام موخه دا ده چې د سکولونو په کچه هغوي ته د لوبو او روزنې موقعې برابرې شي. په پروګرام کې د ضلعي کرکټ ټولنې چارواکو، د سکولونو استازو او لوبغاړو ګډون کړی و.

 

چارواکي وايي، لوبغاړو ته د کرکټ کټونو تر ورکولو وروسته د راتلونکو سیالیو د اصولو په اړه هم معلومات ورکړل شول.