واشنګټن : د امریکا ولسمشر ،ډونالډ ټرمپ، وايي، چې له ډنمارک او ګرینلنډ سره یوې نوې هوکړې ته رسېدلی چې ،د ده په وینا، امریکا ته به د ګرینلنډ د امنیت په چارو کې «دایمي کنټرول» ورکړي. خو د ډنمارک او ګرینلنډ چارواکي وايي، د دې هوکړې له مخې د ګرینلنډ حاکمیت نه بدلېږي او د سیمې د خلکو د خپل برخلیک ټاکلو حق به پر ځای وي.

 

ټرمپ ویلي، د هوکړې له مخې به امریکا په ګرینلنډ کې خپل پوځي شتون پراخولی شي او د امریکا مخالف هېوادونه به د واشنګټن له اجازې پرته هلته پوځي اډې یا پوځي شتون نه شي جوړولی. د ډنمارک لومړۍ وزیرې مته فریدریکسن ویلي، هوکړه د شمالي قطب او شمالي اتلانتیک د امنیت د پیاوړتیا لپاره ده، خو د ډنمارک د پاچاهۍ حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا به پر ځای پاتې وي.

 

د ګرینلنډ لومړي وزیر ینس فریدریک نیلسن هم ویلي، هوکړه د ګرینلنډ امنیت پیاوړی کوي او د سیمې ګټې خوندي کوي. ټاکل شوې چې د امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ استازي راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې پر مهال هوکړه لاسلیک کړي. له هغه وروسته به دا سند په ډنمارک او ګرینلنډ کې له اړینو پارلماني پړاوونو تېرېږي.

 

د هوکړې بشپړ متن تر اوسه نه دی خپور شوی، ځکه لا څرګنده نه ده چې د ټرمپ له خوا یاد شوی «دایمي کنټرول» په تړون کې په کومه بڼه تعریف شوی دی. ګرینلنډ د ډنمارک تر واک لاندې خودمختاره سیمه ده. امریکا له اوږدې مودې راهیسې هلته پوځي شتون لري او پیټوفیک فضايي اډه یې په سیمه کې مهم پوځي مرکز دی.

 

ټرمپ ګرینلنډ د امریکا د ملي امنیت لپاره مهم بولي او د روسیې او چین د نفوذ په اړه یې اندېښنې څرګندې کړې دي.