کرمه : پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، چې د ،د سپتمبر په ۱۸مه، د شپې د کرمې په سرحدي سیمه کې یو شمېر وسله والو له افغانستانه د پاکستان خاورې ته د اوښتو هڅه کړې چې وروسته په سیمه کې ډزې شوې دي. د دغو امنیتي سرچینو په وینا، پاکستاني ځواکونو پر وسله والو ډزې کړې او هغوي بېرته د افغانستان لوري ته په شا شوي دي.

 

پاکستاني امنیتي سرچینې دا هم وايي چې د افغانستان له ځینو سرحدي پوستو څخه د وسله والو د اوښتو پر مهال د هغوي د ملاتړ هڅه شوې وه او پاکستاني ځواکونو په ځواب کې پر دغو پوستو ډزې کړې دي.

 

تر اوسه د پاکستان پوځ د پېښې په اړه رسمي جزیات نه دي خپاره کړي او افغان طالبانو هم د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي. شال نیوز په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی چې وسله والو له افغانستانه د پاکستان خاورې ته د اوښتو هڅه کړې وه او یا افغان سرحدي ځواکونو ورسره مرسته کړې وه.

 

د ډزو د مرګ ژوبلې په اړه هم تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

 

کوهاټ برید : ګڼو هېوادونو او نړیوالو ادارو غندنه کړې
کوهاټ برید : ګڼو هېوادونو او نړیوالو ادارو غندنه کړې

 

دا راپور یوه ورځ وروسته له هغه مخې ته راځي چې د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د پولیس لاینز پر جومات برید وشو. د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په هغه برید کې د پولیسو او ملکي وګړو په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ژوبل شوي دي.

 

د کرمې پر پوله د راپور شویو ډزو او د کوهاټ د برید ترمنځ تر اوسه د مستقیم تړاو کوم ثبوت نه دی وړاندې شوی.

 

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې وايي چې پاکستان ضد وسله وال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي. افغان طالبان دا تور ردوي او وايي، د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد کارېدو ته پرې نه ږدي.