کابل : د افغانستان د فوټبال چمپینز لیګ په تازه لوبه کې سرسبز یاشلر فاریاب استقلال کابل ته دوه ـ یو ماتې ورکړې ده.

 

د سپتمبر د ۱۸مې په لوبه کې لومړۍ نیمایي بې ګوله پای ته ورسېده. په دویمه نیمایي کې هارون نوري استقلال کابل مخکې کړ، خو عبدالله مکي په ۶۷مه دقیقه د سرسبز یاشلر لپاره لوبه برابره کړه. عدنان نعمتي بیا په ۸۲مه دقیقه دویم ګول وکړ او فاریابي لوبډلې ته یې بریا ورکړه.