پېښور : د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر ،میا افتخار حسین، د سپتمبر په ۱۸مه، د کوهاټ پر پخواني پولیس لاینز د برید غندنه کړې او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

 

میا افتخار حسین دا بیان هغه مهال ورکړی و چې د برید د وژل شویو شمېر ۱۵ کسان ښودل کېده. وروسته روغتیايي او پولیس چارواکو وویل چې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۳۲ کسانو ته لوړ شوی، چې پولیس او عام وګړي پکې شامل دي. له ۱۰۰ زیات کسان ژوبل شوي دي.

 

د عوامي نیشنل ګوند مشرانو ویلي، په خیبر پښتونخوا کې پرله‌ پسې بریدونه د امنیتي حالاتو د خرابېدو نښه ده او له حکومت او امنیتي ادارو یې غوښتي چې د خلکو د خوندي ساتلو لپاره عملي ګامونه واخلي.

 

کوهاټ برید: د وژل شویو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی؛ پولیس وايي لومړني عملیات بشپړ شوي
کوهاټ برید: د وژل شویو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی؛ پولیس وايي لومړني عملیات بشپړ شوي

 

د ای اېن پي مرکزي مشر ،ایمل ولي خان، هم د برید په غبرګون کې ویلي دي چې له وزیرستان او باجوړه تر خیبر او کوهاټه د خیبر پښتونخوا خلک له تاوتریخوالي سره مخ دي.

 

پولیس وايي، برید د بارودو له ډک موټر سره پېل شو او وروسته وسله وال پولیس لاینز ته ننوتل. امنیتي ځواکونو له بریدګرو سره نښته وکړه او په سیمه کې یې د تصفیې عملیات پېل کړل.