سوات : په بلوچستان کې د سکرو کان د وروستۍ پېښې د وژل شویو مزدورانو کورنیو او د مزدورانو استازو له حکومته غوښتي چې په کانونو کې د کارکوونکو د خونديتوب لپاره لازم ګامونه واخلي، د پېښو بې‌ طرفه پلټنې وکړي او د غفلت ذمه وارو کسانو پر ضد قانوني کارروایي وکړي.

 

د شانګلې د وژل شویو مزدورانو د کورنیو غړو او د مزدورانو استازو ،د سپتمبر په ۱۸مه، په سوات پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل، چې په کانونو کې د خونديتوب د مناسب انتظام د نشتوالي له امله د مزدورانو ژوند له خطر سره مخ دی.

 

خبریال افسرالملک افغان وویل، چې د دوي د راټولو شویو شمېرو له مخې له ۱۹۹۸م تر ۲۰۲۶م کال پورې د کانونو په بېلابېلو پېښو کې ۵۲۵ مزدوران وژل شوي دي. هغه وویل، د دومره مرګ ژوبلې باوجود د کانونو د شرکتونو، ټېکه دارانو او لیز لرونکو پر ضد اغېزمنه قانوني کارروایي نه ده شوې.

 

نوموړي وویل، په کوټه کې په وروستۍ پېښه کې ۳۴ مزدوران وژل شوي او د وژل شویو کورنیو ته د څلور ـ څلور لکه روپیو چکونه ورکول کېدل. د هغه په وینا، د مزدورانو استازو دغه چکونه بېرته ورکړي او ویلي یې دي چې تر پلټنو او د پېښې د ذمه وارۍ تر معلومېدو مخکې باید کان بیا پرانیستل نه شي.

 

د کوټې د کان پېښه ؛ د شانګلې د ۲۳ مزدورانو په ډله کې ۳ وروڼو هم ژوند له لاسه ورکړی
د کوټې د کان پېښه ؛ د شانګلې د ۲۳ مزدورانو په ډله کې ۳ وروڼو هم ژوند له لاسه ورکړی
سورنج کان پېښه : د بلوچستان د مزدورانو اتحادیې د تحقیقاتي کمېټۍ د بیا جوړولو غوښتنه کړې
سورنج کان پېښه : د بلوچستان د مزدورانو اتحادیې د تحقیقاتي کمېټۍ د بیا جوړولو غوښتنه کړې

 

د پاکستان ماینز ورکرز اېسوسي اېشن مشر حاجي نورالله او د نېشنل لېبر فېډرېشن صوبایي مشر برکت علي بابا وویل، په همدې کانونو کې په ۲۰۱۲م کال کې هم پېښه شوې وه او پوښتنه یې وکړه چې له هغې وروسته د مزدورانو د خونديتوب لپاره ولې لازم انتظامات نه وو شوي.

 

دوي د وروستۍ پېښې د وژل شویو مزدورانو له مړو سره د مبینه نامناسب چلند په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه. د مزدورانو استازو غوښتنه وکړه چې د کانونو د پېښو بې‌ طرفه پلټنې دې وشي، د غفلت ذمه وار کسان دې قانون ته وسپارل شي او د وژل شویو مزدورانو کورنیو ته دې له لیز لرونکو څخه د دیت پیسې ورکړل شي.

 

دوي وویل، د کانونو د بندولو غوښتنه نه کوي، بلکې غواړي کان کیندنه په داسې چاپېریال کې روانه وي چې د مزدورانو د ژوند د خونديتوب انتظام پکې موجود وي.