لوګر : د افغانستان د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په برګ سیمه کې قامي مشر ،حاجي ببرک، د ناڅرګنده وسله والو کسانو په ډزو وژل شوی دی.
د لوګر امنیه قوماندانۍ په وینا، پېښه هغه مهال شوې چې نوموړی په خپله کرونده کې په کار بوخت و. له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو درې مشکوک کسان نیولي او یو میل تومانچه یې هم ترې ترلاسه کړې ده.
د سیمې اوسېدونکي وايي، وژل شوی قامي مشر له پخوا څخه شخصي دښمني هم لرله. د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.


شال نیوز