پېښور : د پاکستان پوځ وايي، د سپتمبر له ۱۵مې تر ۱۷مې یې په شمالي وزیرستان او هنګو کې په جلا عملیاتو کې لس وسله وال وژلي دي.
د پوځ د مطبوعاتي څانګې په وینا، په شمالي وزیرستان ضلعه کې د وسله والو پر ضد عملیات شوي چې شپږ کسان پکې وژل شوي دي. پوځ وايي، په هنګو ضلعه کي په یوه بله نښته کي څلور وسله وال وژل شوي دي.
د پوځ په بیان کې ویل شوي چې د سپتمبر پر ۱۷مه د امنیتي ځواکونو پر یو کاروان د سړک غاړې ماین چاودنه هم شوې چې شپږ سرتېري پکې وژل شوي دي. پوځ د چاودنې دقیق ځای نه دی ښودلی. پوځ وايي، له وژل شویو وسله والو وسلې او مهمات ترلاسه شوي او په سیمو کې پلټنې روانې دي.
د پاکستان پوځ وژل شوي کسان د تحریک طالبان پاکستان وسله وال بولي او وايي چې هغوي د هند ملاتړ لري. پوځ د دې خبرې شواهد نه دي وړاندې کړي. هند تر دې وړاندې د پاکستان دا ډول تورونه رد کړي دي.


شال نیوز