نیویارک : امریکا د ایران ولسمشر ،مسعود پزشکیان، او خارجه وزیر ،عباس عراقچي، ته اجازه ورکړې چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې ګډون وکړي.

 

د امریکا خارجه وزارت ،د سپتمبر په ۱۷مه، ویلي دي، چې د ایران د اصلي پلاوي غړو ته د ملګرو ملتونو د غونډې لپاره ویزې ورکړل شوې دي. واشنګټن وايي، دا پرېکړه یې د ملګرو ملتونو د کوربه هېواد په توګه د خپلو ذمه‌ واریو له مخې کړې ده.

 

پر ایراني پلاوي د نیویارک دننه د تګ راتګ محدودیتونه لګول شوي او هغوي به د قیمتي او یو شمېر نورو شیانو د اخیستلو اجازه هم نه لري. امریکايي چارواکي وايي، سږ کال د ایران پلاوی د تېر کال په پرتله کوچنی دی.

 

دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د امریکا او ایران جګړه اوومې میاشتې ته داخله شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د ختمولو لپاره وخت په وخت خبرې هم شوې دي.

 

د ویزو ورکول په خپله د امریکا او ایران ترمنځ د نویو مستقیمو مذاکراتو معنا نه لري، خو د دواړو هېوادونو د روانې جګړې له امله د ایراني لوړپوړو چارواکو نیویارک ته سفر د پام وړ سفارتي پرمختګ بلل کېږي.