نوښار : نوښار کې ضلعې انتظامیې د ښځو د ستونزو او حقونو په اړه یوه پرانیستې غونډه کړې چې پکې ګڼو ښځو ګډون کړی دی. په غونډه کې د ښځو پر وړاندې د کار په ځای کې د ځورونې مخنیوی او په جایداد کې د ښځو شرعي او قانوني حقونه د بحث مهم موضوعات وو.

 

د غونډې مشري د نوښار مرستیالې کمېشنرې فاطمې خالق کوله او د ټولنیزې هوساینې، روغتیا او پوهنې ادارو، د ایس ار ایس پي او پي ار ډي ایس استازو، د نوښار ضلعي خطیب او مفتي شوکت علي هم په غونډه کې ګډون کړی و.

 

په غونډه کې ښځو د ځورونې، جایداد او نورو ستونزو په اړه خپلې پوښتنې او شکایتونه وړاندې کړل. د اړوندو ادارو استازو بیا د ښځو د حقونو اړوند قوانینو، شته اسانتیاوو او د شکایتونو د ثبت او حل لارې په اړه معلومات ورکړل.

 

د نوښار ضلعي خطیب او مفتي شوکت علي د قران او سنت له مخې په جایداد کې د ښځو د حقونو او د ښځو د ځورونې د منعې په اړه خبرې وکړې.

 

مرستیالې کمېشنرې فاطمې خالق وویل، ښځو ته خوندي چاپېریال برابرول او د هغوی د حقونو په اړه پوهاوی د ولسوالۍ د انتظامیې له لومړیتوبونو څخه دي او په دې اړه به ورته پروګرامونه دوام ولري.

 

د غونډې ګډونوالو وویل، د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې د ښځو د ستونزو اورېدل کولای شي د هغوی د حقونو د خوندي کولو او د ستونزو د حل لپاره زمینه برابره کړي.