کابل : د نیمروز او لوګر ولایتونو امنیه قوماندانۍ وايي، د سپتمبر په ۱۷مه، د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

 

د نیمروز د دروازې ترڅنګ د دوو موټرو د ټکر له امله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي، چې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.

 

په ورته مهال، د لوګر د مرکز پل‌علم ښار په بابوس سیمه کې یو «پریس» موټر د زیات سرعت له امله له کنټروله وتلی او پر ماشومانو لګېدلی، چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوي دي.

 

د امنیتي چارواکو په وینا، د دواړو پېښو لومړني لاملونه بې‌احتیاطي او لوړ سرعت بلل شوي دي.