واڼا : د کوز سویلي وزیرستان ضلعي انتظامیې د شکۍ تحصیل په لنډي نور او کرڼه رغزۍ سیمو کې د سپرکۍ وزیر او خوجل خېل وزیر ترمنځ د ځمکې پر سر د روانې شخړې له امله دفعه ۱۴۴ لګولې ده.
د ډپټي کمشنر مسرت زمان له دفتره د سپټمبر پر ۱۷مه جاري شوي حکم کي ویل شوي، انتظامیې دا ګام د دواړو خواوو ترمنځ د بیا نښتې او وینې تویېدو د مخنیوي لپاره پورته کړی دی.
د حکم له مخې په دغو سیمو کي د څلورو یا تر دې زیاتو کسانو پر راغونډېدو، د وسلو او مهماتو پر ګرځولو او ښکاره کولو او د هر ډول ولسي غونډو پر جوړولو بندیز لګېدلی دی.
همداراز په لنډي نور او کرڼه رغزۍ کي د خېمو او مورچو جوړول، د سړکونو او بازارونو بندول او د دواړو خواوو له لوري د یو بل د کسانو نیول هم منع شوي دي.
ضلعي انتظامیه وايي، له حکم څخه د سرغړونې په صورت کي به د پاکستان د تعزیراتو د ۱۸۸مې دفعې له مخې قانوني کاروايي کېږي.
دا حکم د سپټمبر له ۱۷مې د اکتوبر تر ۱۶مې، د ۳۰ ورځو لپاره نافذ دی، خو ضلعي انتظامیه یې تر ټاکلې مودې مخکې هم بدلول یا ختمولای شي.
دا بندیز په داسې وخت کي لګېدلی چې د سپرکۍ وزیر او خوجل خېل وزیر ترمنځ د ځمکې پر سر شخړې په دې وروستیو کي د سیمې امنیتي وضع خرابه کړې وه.


ظفر وزير