واشنګټن : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هیله لري چې له ایران سره روانه جګړه ختمېدو ته نږدې شوې وي او ،په وینا یې، تهران له واشنګټن سره مستقیم تماس نیولی دی.
ټرمپ ،د سپتمبر په ۱۶مه، خبریالانو ته ویلي، ایران غواړي هوکړې ته ورسېږي، خو دا یې نه دي ویلي چې له تهران سره مستقیم تماس کله، د چا له لارې او پر کومو موضوعاتو شوی دی.
رویټرز وايي، د ایران او امریکا جګړه اوومې میاشتې ته داخله شوې او په وروستیو ورځو کې د سعودي عرب او حوثیانو ترمنځ د جګړې له بیا سختېدو سره د سیمې امنیتي حالت نور هم خراب شوی دی.
اکسیوس د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ټرمپ به راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پر مهال د سعودي عرب، قطر، متحده عربي اماراتو، کویت، بحرین او عمان له مشرانو یا خارجه وزیرانو سره وګوري.
د راپور له مخې، په دې غونډه کې به د ایران جګړې او له جګړې وروسته د امریکا د پلانونو په اړه خبرې کېږي. سپینې ماڼۍ او د امریکا خارجه وزارت تر اوسه د دې غونډې جزیات نه دي تایید کړي.
په عین وخت کې د سعودي عرب او یمن د حوثیانو ترمنځ جګړه تېزه شوې ده. حوثیان وايي، د سعودي پر ینبع تېلي تاسیساتو او خمیس مشیط هوايي اډه یې د ډرونونو او توغندیو بریدونه کړي، په داسې حال کې چې د سعودي په ملاتړ ځواکونه په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو هوايي بریدونه کوي.
امریکا هم په سعودي عرب کې خپلو سرکاري ملازمینو ته د یمن له پولې تر ۳۰ کیلومترۍ پورې سیمو ته سفر منع کړی دی. رویټرز وايي، د ایران جګړې او په یمن او سعودي عرب کې د تازه نښتو پراخېدو د تېلو نړیوال بازار هم اغېزمن کړی او د سیمې د انرژۍ پر مهمو لارو د نورو خنډونو اندېښنې زیاتې شوې دي.


شال نیوز