اسلام‌ کلا : رویټرز په یو نوي ځمکني راپور کې وايي، چې د ایران او امریکا ـ اسراییلو د جګړې له امله د ایران اقتصاد سخت زیانمن شوی او زرګونه افغانان له خپلو کورنیو سره افغانستان ته ستنېږي.

 

د ایران د احصایې ادارې له مخې، کلنۍ ګراني نږدې ۹۰ فیصدو ته او د خوراکي موادو ګراني نږدې ۱۳۰ فیصدو ته رسېدلې ده.

 

د کډوالۍ نړیوالې ادارې د سروې له مخې، له ایرانه تازه ستنو شویو افغانانو کې یوازې ۲۹ فیصده کسان څه سپما لري او د دوي منځنی امدن د بحران تر مخه مودې په پرتله نږدې یو پر درېیمه کم شوی دی.

 

رویټرز وايي، د پخوا په پرتله اوس په ستنېدونکو کې ښځې او ټولې کورنۍ هم زیاتې دي؛ ډېر کسان وايي په ایران کې کارونه ختم شوي، معاشونه نه ورکول کېږي او د پیسو ارزښت سخت کم شوی دی.