نوي ډیلي : د هند د کورنیو چارو وزارت د سپتمبر پر ۱۶مه «شهزاد بټي نېټورک» د ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي قانون له مخې وسله واله ډله اعلان کړې او نوم یې د ناقانونه ګرځول شویو وسله والو ډلو په رسمي لېست کې شامل کړی دی.
د هند د کورنیو چارو وزارت وايي، دا ډله له پولې د وسلو، چاودېدونکو موادو او نشي توکو په قاچاق کې لاس لري او ځوانان او په وړو جرمونو کې ښکېل کسان وسله والو فعالیتونو ته هڅوي. وزارت وايي، دا ډله د انټرنېټ او نورو ډیجیټلي لارو هم خلک خپلو فعالیتونو ته ورجلبوي.
د هند حکومت وايي، د «شهزاد بټي نېټورک» له غړو سره په تړاو په بېلابېلو سیمو کې مقدمې ثبت شوې دي. د حکومت په وینا، د ډلې ځینې کسان له نورو ناقانونه ګرځول شویو ډلو او کسانو سره په ګډه د خلکو په جلبولو او د وسایلو په برابرولو کې لاس لري.
د هند حکومت د همدې معلوماتو پر بنسټ «شهزاد بټي نېټورک» د ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي قانون د وسله والو ډلو په رسمي لېست کې په ۴۶مه شمېره شامل کړی دی.
دا تورونه د هند د حکومت له خوا لګول شوي دي. د ډلې د فعالیتونو په اړه ټولې څرګندونې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې. د دې پرېکړې په اړه د پاکستان د حکومت تازه رسمي غبرګون تر اوسه نه دی موندل شوی.


شال نیوز