بیجینګ : د چین د بهرنیو چارو وزیر ،وانګ يي، له ایران او امریکا غوښتي چې د اسلام اباد هوکړې ته بېرته وګرځي، له زغم څخه کار واخلي او د جګړې د ختمولو لپاره خبرې بیا پېل کړي.
وانګ يي دا څرګندونې په بیجینګ کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر ،عباس عراقچي، سره په خبرو کې کړې دي. هغه ویلي، د ایران او امریکا د جګړې اوږدېدل نه د دواړو هېوادونو او نه هم د نړیوالې ټولنې په ګټه دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، وانګ يي له تهران او واشنګټن غوښتي چې د اسلام اباد د تفاهم پر بنسټ د خبرو لړۍ بېرته فعاله کړي او د اختلاف وړ مسئلو په اړه جدي مذاکرات وکړي.
عباس عراقچي ویلي، ایران نه غواړي جګړه دوام وکړي او د سیاسي حل لپاره خبرو ته چمتو دی. د هغه په وینا، تهران د ایران او امریکا ترمنځ د اسلام اباد تفاهم لا هم معتبر ګڼي او امریکا باید خپلې ژمنې عملي کړي.
په خبرو کې د هرمز تنګي وضعیت هم یاد شوی دی. وانګ يي له اړخونو غوښتي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره عملي ګامونه واخلي، څو نړیوال سمندري تګ راتګ او د انرژۍ لېږد خوندي شي.
چین همداراز اندېښنه ښودلې چې روانه شخړه یمن او سور سمندر ته نوره هم پراخه نه شي او له ښکېلو اړخونو یې غوښتي چې د وضعیت له لا خرابولو ډډه وکړي.
د وانګ يي او عراقچي خبرې داسې مهال شوې چې د چین ولسمشر ،شي جین پینګ، او د امریکا ولسمشر ،ډونالډ ټرمپ، د راتلونکې غونډې لپاره تیاری نیسي. تمه ده چې د ایران جګړه او له تهران سره د چین اړیکې هم د دواړو مشرانو د خبرو له مهمو موضوعاتو وي.
د اسلام اباد تفاهم د پاکستان او قطر د منځګړیتوب له هڅو وروسته رامنځته شوی و. چین تر دې وړاندې هم ویلي چې پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو په برابرولو کې مهم رول لوبولی دی.
د چین تازه دریځ پاکستان ته هم ځانګړی سفارتي اهمیت لري، ځکه بیجینګ اوس په ښکاره د هغې هوکړې د بیا عملي کېدو غوښتنه کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو لپاره په اسلام اباد کې شوې وه.


شال نیوز