اسلام اباد : د پاکستان د هوايي اډو ادارې د نوې خبرتیا له مخې، د هند د رجسټر شوو الوتکو او د هندي هوايي کمپنیو د الوتکو لپاره د پاکستان هوايي فضا بندیز تر ۲۴ اکتوبره غځول شوی دی. په بندیز کې د هند پوځي الوتکې هم شاملې دي.
مخکینی بندیز د سپتمبر پر ۲۴مه ختمېده، خو نوې خبرتیا د سپتمبر پر ۱۶مه نافذه شوې ده. دا پرېکړه په عربي سمندر کې د پاکستان او هند د بحري بېړیو له ټکر او د دواړو هېوادونو له تازه سفارتي احتجاجونو سره هممهاله شوې ده.
د بېړیو د ټکر په اړه د دواړو خواوو دریځونه په مخکیني ډایجسټ کې راغلي وو، ځکه دلته نه دي تکرار شوي.


شال نیوز