اسلام‌ اباد : پاکستان او هند د عربي سمندر په شمال کې د خپلو سمندري ځواکونو د بېړیو تر ټکر وروسته د یو بل لوړپوړي ډېپلوماټان ورغوښتي او رسمي احتجاجونه یې کړي دي.

 

د پاکستان خارجه وزارت ،د سپتمبر په ۱۶مه، په اسلام‌ اباد کې د هند شارژدافیر ورغوښتی او ویلي یې دي چې هندي سمندري بېړۍ د پاکستان د سمندري ځواک یوې بېړۍ ته په خطرناک ډول ورنږدې شوې وه چې په پایله کې یې دواړه بېړۍ سره ولګېدې.

 

پاکستان وايي، پېښه د سپتمبر پر ۱۵مه د پاکستان په ځانګړې اقتصادي سمندري سیمه کې هغه مهال شوې چې سمندري ځواک یې د (سي سپارک - ۲۶) په نوم دوه کلن پوځي تمرین کاوه. د اسلام‌ اباد په وینا، هندي بېړۍ د پاکستانۍ بېړۍ په ډېر نږدې واټن کې خطرناک حرکتونه کړي دي.

 

هند بیا د پاکستان دا دریځ ردوي. د هند خارجه وزارت وايي، پېښه په نړیوالو اوبو کې شوې او پاکستانۍ سمندري بېړۍ په لوړ سرعت د هند یوې جنګي بېړۍ ته ورنږدې شوه چې له امله یې ټکر رامنځته شو. نوي ډیلي د پاکستان د سمندري ځواک چلند «د نه منلو وړ او غیرمسلکي» بللی دی.

 

هند تر دې مخکې په نوي ډیلي کې د پاکستان شارژدافیر ورغوښتی و او احتجاج یې ورته کړی و. پاکستان اوس په ځواب کې هندي شارژدافیر ورغوښتی دی. په دې توګه دواړو هېوادونو د پېښې په تړاو د یو بل ډېپلوماټان احضار کړي دي.

 

دواړه لوري یو بل د ۱۹۹۱م کال د هغه دوه اړخیز تړون د سرغړونې ذمه وار بولي چې موخه یې د پوځي تمرینونو پر مهال د داسې پېښو مخنیوی دی. د تړون له مخې، په نړیوالو اوبو کې د دواړو هېوادونو سمندري بېړۍ او اوبتلونه باید لږ تر لږه درې سمندري میله واټن وساتي.

 

اې پي وايي، په ټکر کې د کوم لوي زیان راپور نه دی ورکړل شوی. دواړه هېوادونه د پېښې د ځای او ذمه وارۍ په اړه متضادې څرګندونې کوي.