سوات : د سوات د کالام په اوشو سیمه کې ،د سپتمبر په ۱۶مه، د سرکاري مډل سکول زده‌ کوونکو نجونو د ښځینه استاذانو د پرله‌ پسې غیر حاضرۍ پر ضد احتجاج کړی دی.

 

زده‌ کوونکو ویلي دي، چې ښځینه استاذانې په باقاعده توګه سکول ته نه راځي چې له امله یې سبقونه اغېزمن شوي او زده‌ کړې یې له ستونزو سره مخ دي.

 

احتجاج کوونکو نجونو د تعلیم له محکمې غوښتنه کړې ده چې په سکول کې د ښځینه استاذانو حاضري باقاعده کړي او د سبقونو لړۍ سمه کړي.

 

د کالام اېډیشنل اسسټنټ کمشنر ،مهزاد سریر، هم د احتجاج ځای ته ورغلی او د زده‌ کوونکو خبرې یې اورېدلې دي. زده‌ کوونکو له هغه غوښتنه کړې چې د دوي د تعلیمي ستونزو د حل لپاره سمدستي ګامونه واخیستل شي او د استاذانو حاضري یقیني شي