تهران : د ایران سپاه پاسداران وايي، د سپتمبر پر ۱۶مه سهار شاوخوا دوه بجې او ۲۹ دقیقې یې د قشم ټاپو پر فضا د امریکا یو ایم کیو -۹ ډرون کشف او ویشتلی دی. سپاه وايي، ډرون یې د هوايي دفاع د نوي سیستم په وسیله په نښه کړی دی.
سپاه دا د امریکا «۵۲م ایم کیو - ۹ ډرون» بللی چې د روانې جګړې پر مهال یې د ویشتلو دعوه کوي. ایراني سرچینې دا هم وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د امریکا څلور ډرونونه ویشتل شوي دي. د دغو شمېرو خپلواک تایید لا نه شته.
رویټرز تر دې مخکې د ایران د دولتي خبري اژانس په حواله ویلي وو چې په قشم ټاپو کې څو چاودنې اورېدل شوې او ځايي سرچینو ویلي وو چې غږونه د سمندر له لوري راتلل؛ خو د چاودنو علت او زیانونه هغه مهال نه وو روښانه شوي.


شال نیوز