پېښور : د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د اعلا وزیر ،سهیل افریدي، سره د پنحاب په سرښار لاهور کې د شوې پېښې پر ضد قرارداد په اکثریت رایو منظور کړی او د پنجاب حکومت او پولیسو چلند یې غندلی دی.
قرارداد ،د سپتمبر په ۱۵مه، د صوبايي قانون وزیر ،افتاب عالم، اسمبلۍ ته وړاندې کړ. په قرارداد کې ویل شوي چې سهیل افریدي په لاهور کې په زور د پولیسو په ګاډي کې کښېنول شوی، له خپلو امنیتي ساتونکو جلا شوی او وروسته له امنیت پرته پرېښودل شوی و. قرارداد دا کار د پاکستان د اساسي قانون د ۴، ۹ او ۲۵ مادو خلاف بللی دی.
اسمبلۍ ویلي دي، چې سیاسي اختلاف باید د یو منتخب اعلا وزیر د امنیت او تګ راتګ مخه ونه نیسي او د یوې صوبې پولیس د بلې صوبې له منتخب اعلا وزیر سره د داسې چلند حق نه لري. په قرارداد کې د پېښې د ذمه وارو پولیس اهلکارو پر ضد د قانون له مخې د کارروایۍ غوښتنه هم شوې ده.
سهیل افریدي ویلي وو چې پنجاب پولیس هغه د احتجاج پر مهال په خپل ګاډي کې بوتلو، له امنیتي ساتونکو یې جلا کړ او وروسته یې د سړک پر غاړه پرېښود.
خو د پنجاب حکومت د سهیل افریدي خبره رد کړې ده. د پنجاب چارواکي وايي، چې اعلا وزیر د پي ټي ایي د نیول شویو کارکنانو د خوشي کولو لپاره په خپله د پولیسو ګاډي ته ورختلی و. د پنجاب صوبايي وزیر خواجه سلمان رفیق ویلي چې حکومت سهیل افریدي ته د پنجاب د سفر پر مهال امنیت ورکړی و.
د لاهور پېښه، چې په پېل کې د سهیل افریدي او پنجاب حکومت ترمنځ د متضادو ویناوو موضوع وه، اوس د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د قرارداد له منظورېدو وروسته د دواړو صوبايي حکومتونو ترمنځ په سیاسي شخړه بدله شوې ده.


شال نیوز