اسلام‌ اباد : پاکستان او لبنان د امنیتي همکاریو د پراخولو، د استخباراتي معلوماتو د شریکولو او د دواړو هېوادونو د داخله وزارتونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر جوړولو سلا شوي دي.

 

دا خبرې ،د سپتمبر په ۱۴مه، په اسلام‌ اباد کې د پاکستان د کورنو چارو وزیر ،محسن نقوي، او د لبنان د کورنو چارو وزیر ،احمد الحجار، ترمنځ شوې دي. د پاکستان داخله وزارت وايي، په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر امنیتي همکاریو او د ګډو ستونزو پر ضد د کار پر زیاتولو خبرې شوې دي.

 

د وزارت په وینا، دواړو خواوو سلا کړې چې د وسله والو ډلو، نشي توکو د قاچاق، ناقانونه کډوالۍ، د پیسو د غیرقانوني لېږد او سایبري جرمونو په اړه به معلومات شریکوي او د اړوندو ادارو ترمنځ به اړیکې زیاتوي.

 

دواړو وزیرانو د پاکستان او لبنان د داخله وزارتونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر جوړولو هم سلا کړې ده، څو د اړتیا پر مهال امنیتي معلومات او نور اړوند معلومات زر له یو بل سره شریک شي.

 

په خبرو کز د پولیسو د روزنې او د دواړو هېوادونو د امنیتي ادارو ترمنځ د تجربو د شریکولو موضوع هم یاده شوې ده. دواړو خواوو ویلي چې په دې برخه کې به د ګډ کار لپاره عملي لارې ولټول شي.

 

د پاکستان داخله وزارت وايي، چې د دواړو هېوادونو د داخله وزارتونو ترمنځ د همکاریو د یوې نوې هوکړې پر جوړولو هم سلا شوې ده. په دې هوکړه کې به د امنیت، پولیسو، روزنې او د جرمونو پر ضد د ګډ کار برخې شاملې وي.

 

محسن نقوي ویلي، پاکستان له لبنان سره خپلو اړیکو ته اهمیت ورکوي او غواړي د امنیت په برخه کې همکاري نوره هم پراخه شي. احمد الحجار هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او امنیتي همکاریو د زیاتولو ملاتړ کړی دی.