جده : د سعودي عرب کابینې ،د سپتمبر په ۱۵مه، د ولي عهد ،محمد بن سلمان، په مشرۍ په جده کې غونډه کړې او پر سعودي د حوثیانو وروستي بریدونه یې غندلي دي. کابینې ویلي، سعودي عرب د خپل هېواد، خلکو او مهمو ګټو د ساتنې او دفاع حق لري.
په غونډه کي ولي عهد محمد بن سلمان وزیرانو ته د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف سره د ټیلیفوني خبرو او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له مشر اډمرل براډ کوپر سره د خپلې لیدنې په اړه هم معلومات ورکړي دي.
دا د حوثیانو له تازه بریدونو وروسته د سعودي کابینې لومړنی رسمي دریځ دی.


شال نیوز