لکي مروت: د لکي مروت په جوډیشل کمپلېکس کې وکیلانو ،د سپتمبر په ۱۵مه، د ضلعي انتظامیې د مشر ډپټي کمیشنر حمیدالله خټک پر ضد احتجاج کړی دی. د ضلعي بار اېسوسیېشن د مشر ،اصف اقبال، په مشرۍ وکیلانو د جوډیشل کمپلېکس دننه احتجاجي لاریون هم کړی او د ډي سي پر ضد یې شعارونه ورکړي دي.

 

د بار اېسوسیېشن مشر اصف اقبال دعوه کړې ده چې ډي سي حمیدالله خټک له یو وکیل سره بد چلند او ګواښونه کړي دي. نوموړي پر ډي سي تور لګولی دی چې په ضلعه کې یې د اداري فساد زمینه برابره کړې او د سرکاري قراردادونو لپاره یې خپل ورور ضلعې ته راوستی دی.

 

د اصف اقبال په وینا په لکي مروت کې امنیتي وضعیت هم ورځ تر بلې خرابېږي خو ډي سي د دې پر ځای د اداري فساد په چارو کې بوخت دی. وکیلانو غوښتنه کړې چې ډي سي حمیدالله خټک دې په دوو ورځو کې له خپلې دندې لرې کړل شي.

 

د ضلعي بار اېسوسیېشن مشر خبرداری ورکړی چې که ډي سي لرې نه کړل شي نو د احتجاج لړۍ به پراخه کړي.