تهران : د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي لامرد ښار ته د خپل وروستي سفر په اړه ویلي، په دې برید کې ۲۱ بې‌ ګناه انسانان ووژل شول چې له دې ډلې یو یې افغان مېلمه و.

 

اسماعیل بقايي د شنبې په ورځ ،د سپتمبر په ۱۴مه، خبریالانو ته وویل:

 

“په دغه سفر کې مو له نږدې د جګړې له ټپیانو او د هغوي له کورنیو سره ولیدل او د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ د ۲۸م پر دغه ښار د امریکا د برید نښې او پاتې شوني مو ولیدل.”

 

نوموړي زیاته کړه، په لامرد کې له نږدې لیدل شوی وضعیت تر هغه ډېر پراخ او دردوونکی دی چې انځورونه یې په ټلوېزیون او رسنیو کې خپرېږي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه اقدام جنګي جرم وباله او ویې ویل چې د دغه برید موخه د خلکو وېرول وو.

 

هغه زیاتوي، پر ایران د امریکا او اسراییل د پوځي بریدونو په لومړۍ ورځ د میناب ښار او د شجره طیبه ښوونځي هم په نښه شوي وو او یوازې په ۳۵ ثانیو کې د لامرد ښار پر سر شاوخوا ۲زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي وچاودېدل.