پولیس وايي چې د بنوں ښار کې هغه شخړه ،چې دوه مياشتې وړاندې د ماشومانو ترمنځ د يوې وړې نښتې څخه پيل شوې وه، اوس یې خونړۍ بڼه خپله کړې او په کې د يو ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

 

د بنو سټي تاڼې د پوليسو د معلوماتو له مخې، پېښه ،د مې په ۳مه، د جامن روډ پر سر د رشيد بيکري ترڅنګ په يوه ويلډنګ دوکان کې رامنځته شوې ده. پوليس وايي، يو تن چې عمران نومېږي او د همدې سيمي اوسېدونکی دی، په ناڅاپي ډول ډزې وکړې.

 

د پوليسو په خبره، په ډزو کې ظفر علي، د هغه ورور عدنان (دواړه د زار علي زامن) او د ظفر علي اووه کلن زوې هارون پر ځای وژل شوي دي او تورن له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

 

چارواکي وايي، لومړنۍ پلټنې ښيي چې دا پېښه د دوو مياشتو وړاندې د ماشومانو ترمنځ د شخړې له امله رامنځته شوې دښمني وه، چې وروسته په جدي تربګنۍ بدله شوې ده.

پوليسو مړي د بنو ډسټرېکټ هېډکوارټر روغتون ته لېږدولي، او له قانوني کارروايۍ وروسته يې کورنيو ته سپارلي دي.

 

د پوليسو په وينا، د ظفر علي د زوې حسن په درخواست مقدمه درج شوې او د تورن د نيولو هڅې روانې دي.

 

د پښتني ټولنه کې د دښمنۍ مخينه

 

په پښتني ټولنه کې د شخصي شخړو او دښمنيو (تربګنۍ) ريښې ډېر وخت ژورې وي. د ټولنيزو څېړنو له مخې، د وړو شخړو، لکه د ماشومانو ترمنځ جګړه، څخه پېل شوې لانجې کله ناکله د کورنيو ترمنځ اوږدمهاله دښمنيو ته اوړي.

 

د قبایلي دودونو له مخې، د “بدل” يا غچ اخيستنې تصور لا هم په ځينو سيمو کې اغېز لري، چې له امله يې شخړې نسل په نسل دوام مومي. څېړنې ښيي چې په خيبر پښتونخوا او پخوانيو قبایلي سيمو کې ګڼې وژنې د شخصي دښمنيو پايله وي.

 

کارپوهان وايي، د دې ډول پېښو مخنيوي لپاره د قانون حاکميت، د جرګو مثبت رول، او د ټولنيز پوهاوي پراختيا ضروري ده، څو وړې شخړې په خونړيو پېښو بدلې نه شي.