واشنګټن : د امریکا د خزانې وزارت د روسیې پر دویم لوي بانک، «وي ټي بي»، د ایران اړوند نوي بندیزونه لګولي او وايي، دغه بانک له ایران سره د مالي راکړې ورکړې له لارې د امریکا د بندیزونو په تېرولو کې مرسته کړې ده.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسېنټ ،د ستمبر په ۱۴مه، ویلي، واشنګټن به د هغو مالي او تخنیکي شبکو پر ضد اقداماتو ته دوام ورکړي چې ایران ته د بندیزونو د تېرېدو زمینه برابروي. د خزانې وزارت دا اقدام د ایران پر ضد د «اپریشن اکنامک اوټکاسټ» په نوم د پراخ اقتصادي فشار د لړۍ برخه بللې ده.
«وي ټي بي» له دې مخکې هم په ۲۰۲۲م کال کې پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته د امریکا تر بندیزونو لاندې راغلی و. تازه بندیزونه بیا له ایران سره د دغه بانک د مالي اړیکو له امله لګول شوي دي.
رویټرز وايي، امریکا د فبرورۍ راهیسې پر ایران اقتصادي فشار پراخ کړی او د تېلو صادرات، د بېړیو شبکې، د وسلو د پېرلو لارې، مالي منځګړي، ډیجیټلي شتمنۍ او هوايي اړیکې یې د بندیزونو په لړ کې په نښه کړې دي.


شال نیوز